د اطلاعاتو او کلتور رئیس په تولک ولسوالۍ کې په لاس د قرانکريم له ليکونکي سره وکتل

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۱:۲۱
....

د غور ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالحي زعیم د دې ولایت ولسوالیو ته د خپل سفر په لړ کې د تولک ولسوالۍ له تاریخي او لرغونو ځایونو، سیمه ‌ییزو مسؤلینو، ډلګۍ مشرانو، فرهنګیانو، نعت ویونکو، لیکوالانو او شاعرانو سره ولیدل.
نوموړي په تولک ولسوالۍ کې له مولوي محمد طاهر سره هم (چې په پنځو کلونو کې یې د قرآن کریم ۳۰ پارې په لاس لیکلي دي) ولیدل، ښاغلي زعیم د مولوي محمد طاهر دغه نادر او نوښتګر کار د ستایلو وړ وباله او د اطلاعاتو او کلتور ریاست، د غور د محلي ادارې مشرتابه او د هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د نوموړي د دغه مهارت په برخه کې لا زیاتو همکاریو ډاډ ورکړ.
دغه راز مولوي محمد طاهر د مننې په څرګندولو سره وویل: دغه ښکلی اثر یې په ځانګړې اسلامي مینه لیکلی دی، د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه یې وغوښتل چې دغه ارزښتمن اثر نندارې ته وړاندې کړي، ترڅو د دیني علومو نور مینوال هم ترې الهام واخلي.

۱۴۴۷/۴/۴ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۹:۵۲
Background image

د زمري ۲۴مې د نمانځنې په موخه مشورتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ د زمري ۲۴مې (د فتحې) ورځې د غوره نمانځنې په موخه د بېلابیلو ادارو استازو په شتون کې  د ټاکل شوي کمیټې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۹:۴۱
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته د ۳۰۰ کلن تاریخي آثار وسپارل شول

د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ اړوند د فرشقان کلان کلي کې ۷ قلمه تاريخي آثار چې شاوخوا ۳۰۰ کاله تاريخي مخينه لري کشف شوي دي، چې د یاد کلي د اوسیدونکو له لوري د دې ولایت د اطلاعاتو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۴۳
Background image

لغمان کې د رسنیو له مسؤلینو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د لغمان اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالنور رسولي په مشرۍ ددې ولایت د رسنیو له مسؤلینو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په ناسته کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې. . .

BACK TO NEWS