د کورنيو توليداتو په ملي نندارتون کې یو شمېر لرغوني او فرهنګي اثار نندارې ته وړاندې شول

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۱۵:۳۶
....

د خوست ښار د جرګو په تالار کې د کورنيو توليداتو درې ورځني ملي نندارتون کې د خوست د اطلاعاتو او کلتور ریاست بېلابېل لرغوني، فرهنګي، هنري او ادبي آثار نندارې ته وړاندې شول.
د اطلاعاتو آمر وویل: په يادو آثارو کې لرغوني لوښي، پخوانۍ کيمره، سلګونه کاله لرغونې پڼې، تورې، لرغونی ټوپک، د ګڼو برخو کتابونه، مهالنۍ، مجلې، او یو شمېر نور لرغوني توکي له تاریخ، هنر او فرهنګ سره د نوي نسل د اشنا کولو په موخه نندارې ته وړاندې شول. 
د اطلاعاتو آمر زیاته کړه؛ دا ډول پروګرامونه د فرهنګي ارزښتونو په ژوندي ساتلو کې مهم رول لري، نوموړي له ولسونو وغوښتل، چې هغه تاريخي او کلتوري آثار چې له دوی سره په کورونو کې موجود دي، د غوره ساتنې او راتلونکي نسل ته د انتقال په موخه د خوست محلي موزیم ته وسپاري.
دغه راز یو شمېر ننداره کوونکو وویل: په دغه نندارتون کې په ځانګړي توګه د اطلاعاتو او کلتور ریاست په غرفو کې يې ډېری تاريخي او فرهنګي هغه اثار وليدل، چې د لوړ فرهنګي ارزښت لرونکي وو.

۱۴۴۷/۴/۵ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۹:۵۲
Background image

د زمري ۲۴مې د نمانځنې په موخه مشورتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ د زمري ۲۴مې (د فتحې) ورځې د غوره نمانځنې په موخه د بېلابیلو ادارو استازو په شتون کې  د ټاکل شوي کمیټې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۹:۴۱
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته د ۳۰۰ کلن تاریخي آثار وسپارل شول

د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ اړوند د فرشقان کلان کلي کې ۷ قلمه تاريخي آثار چې شاوخوا ۳۰۰ کاله تاريخي مخينه لري کشف شوي دي، چې د یاد کلي د اوسیدونکو له لوري د دې ولایت د اطلاعاتو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۴۳
Background image

لغمان کې د رسنیو له مسؤلینو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د لغمان اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالنور رسولي په مشرۍ ددې ولایت د رسنیو له مسؤلینو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په ناسته کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې. . .

BACK TO NEWS