د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۲
..

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د باختر اطلاعاتي آژانس د رئیس مولوي ضیاءالحق حقمل په مشرۍ د کمېسیون د نورو غړو په شتون کې وشوه.
د غونډې په پيل کې د کمېسیون منشي د تېرې غونډې راپور وړاندې کړ او د کمېسيون لاسته راوړنې او فعالیتونه مثبت وارزول شول.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه پرېکړې وشوې او هغه کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي وو، د چاپ اجازه یې ترلاسه کړه، همدارنګه د ۲۹۸۱ ټوکه صادر شویو کتابونو په اړه هم لازمې پرېکړې وشوې. 
د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې ۱۲ ټوکه هغه کتابونه چې کمېسیون ته د ارزونې په موخه رالېږل شوي وو، د ارزونې لپاره د کمېسیون غړو ته وسپارل شول، تر څو راتلونکې غونډې ته يې راپور وړاندې کړي.

۱۴۴۷/۶/۳ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۵۷
Background image

تگاب ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د تنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د دې ولایت د تگاب ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۵۳

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۹:۷
Background image

د کتاب لوستنې او مطالعې دود عامولو په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست او د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډو همکاریو د کتاب لوستنې او مطالعې دود عامولو په موخه د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د. . .

BACK TO NEWS