د بغلان عامه کتابتون ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري سلګونه ټوکه کتابونه ورکړل شول
د اطلاعاتو او کلتور وزارت بغلان کې د مطالعې دود پیاوړتیا او د عامه کتابتون غني کولو په موخه ۸۰۰ ټوکه کتابونه د یاد ولايت عامه کتابتون ته ورکړل.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د عامه کتابتون مسؤلینو وویل: دغه ۸۰۰ ټوکه کتابونه چې د ۳۰۰ بېلابېلو عنوانو درلودونکي دي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري دغه ولایت ته راورسیدل، چې د ټاکلي پلاوي له لوري به د بغلان عامه کتابتونونو ته توزیع شي.
مسؤلینو زیاته کړه؛ یاد کتابونه د ادبي، علمي، سیاسي، ټولنیزو، ښوونیزو او فرهنګي بېلابېلو موضوعاتو درلودونکي دي، چې کولای شي، د عامه پوهاوي او د بغلان ولایت د اوسیدونکو ترمنځ د مطالعې دود په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه د مننې ترڅنګ وویل: اوس مهال د پلخمري ښار عامه کتابتون په شمول په دوشي، خنجان، ده صلاح، او مرکزي بغلان ولسوالیو کې هم د عامه کتابتونونو څانګې فعاله دي، چې هره ورځ لسګونه تنه د مطالعې په موخه یادو مرکزونو ته مراجعه کوي.
