د اروپايي اتحاديې مرستیال له ملي ارشيف څخه لیدنه وکړه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۵:۳۴
..

د اروپايي اتحاديې مرستیال ښاغلي بنجامین د اتحاديې د فرهنګي برخې مسؤلې سینډرا په ملتیا د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند ملي ارشيف څخه لیدنه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بهرنيو اړيکو او فرهنګي آتشو رياست رئيس ښاغلي شفيق احمدزي او د ملي ارشیف رئيس قاري عبیدالله حنیف د ارشیف د ودانۍ او آثارو په اړه معلومات شريک کړل،  د معلوماتو له مخې د ملي ارشیف ودانۍ ۱۲۹ کاله تاريخي مخينه لري، چې پکې د بېلابېلو دورو تاريخي نسخې ساتل کېږي.
د اروپايي اتحاديې مرستیال ښاغلي بنجامين د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: د ملي ارشیف په لیدو ډېر متاثر شوم، د دا ډول تاريخي نسخو ساتنه يو ستر تاريخي اقدام دی، له دې ښکاري چې افغانان له خپل کلتور او تاريخي آثارو سره بې سارې مينه لري.
همدا راز د ملي ارشیف رئيس ښاغلي حنیف د اروپايي اتحاديې له پلاوي څخه وغوښتل چې د اروپايي هيوادونو له ارشیفونو سره د افغانستان د ملي ارشیف د اړیکو په جوړولو کې مرسته وکړي،.

۱۴۴۷/۷/۱۶ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۳۱
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو له ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د امارتي ادارو له ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د اسلامي فرهنګ په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۲:۵
Background image

د عامه کتابتون تالارونه به د شپې تر لسو بجو پرانیستی وي

 د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم وایي، چې له دې وروسته به د عامه کتابتونون تالارونه د پوهې، څېړنې او مطالعې مینوالو پر مخ دشپې تر لسو بجو پرانیستی وي.
د ښاغلي صمیم په وینا؛. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۵۱
Background image

کاپیسا کې د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د خصوصي ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي چې د ترنم، خطاطۍ، نقاشۍ او صنعتي وسایلو په برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه. . .

BACK TO NEWS