د قطر سفير د اطلاعاتو او فرهنګ له وزير صاحب سره وکتل

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۳:۳۹
..

یکشنبه (۱۴۴۷ د ذوالقعدې ۳۰) په کابل کې د قطر شاهي دولت سفير دوکتور مردف القاشوطي د اطلاعاتو او فرهنګ له وزير ښاغلي شيخ شيراحمد حــقاني سره د وزارت په مقام کې وکتل.
په دې لیدنه کې د افغانستان او قطر هېوادونو ترمنځ د فرهنګي پروګرامونو په برخه کې د اړیکو، همکاریو او همغږیو پر پیاوړتیا ټینګار وشو.
د قطر شاهي دولت سفیر دوکتور مردف القاشوطي د افغان ځوانانو د ظرفیت لوړولو پروګرامونو په برخه کې د پوره همکاریو ډاډ څرګند کړ او ویې ویل: تمدن او فرهنګ د ملتونو ترمنځ ترټولو پیاوړی پول دی او تمدن او فرهنګ په بېلابېلو برخو کې د پیاوړو اړیکو جوړولو لامل کېږي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ښاغلي شیخ شیراحمد ح‍‍ــقاني وویل: قطر او افغانستان اوږدمهاله دوستانه اړيکې لري، ښاغلي حــقاني د دواړه هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
ښاغلي حــقاني زیاته کړه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغان ځوانانو د ظرفیت لوړولو په برخه کې بېلابېل پروګرامونه په پلان کې لري او د ځوانانو ظرفیت لوړولو په موخه د دوست هېوادونو د همکاریو رول مهم دی.

۱۴۴۷/۲/۲۷ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۶:۰
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه

د روزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي رحمت الله ریحان د دغه ولایت د بېلابېلو امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې له دغې ناستې څخه موخه د رسنیزو فعالیتونو په برخه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۴
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د دربیع الاول ۲۴مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۲۲
Background image

کندز کې لسګونو ځوانانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه

د کندز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري لسګونو بې‌وزله ځوانانو ته د انګلیسي ژبې وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه.
د ځوانانو چارو آمر وویل: ځوانان باید له شته ښوونیزو فرصتونو څخه ګټه. . .

BACK TO NEWS