د کندهار د تاریخ کور (موزیم) په معیاري توګه جوړ او د لیدونکو پر مخ پرانېستل شو
د کندهار په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د کندهار تاریخ کور (موزیم) په معیاري توګه جوړ او د لیدونکو پرمخ پرانېستل شو، چې په دې اړوند جوړ شویو مراسمو کې د مرکزي موزیم رئیس مولوي صبغت الله عابد، د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي انعام الله سمنګاني، مشر لیکوال استاد محمد معصوم هوتک، یو شمېر ادیبانو، استادانو، ځوانانو او خبریالانو ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي انعام الله سمنګاني ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: کندهار ولایت لرغونی تاریخ لري او د دغه تاریخ ژوندي ساتلو لپاره اړینه وه، چې یو ښه او معیاري موزیم موجود وي. دغه موزیم په معیاري ډول جوړ شوی او نن ورځ د سیلانیانو پر مخ پرانېستل شو.
نوموړي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له رهبرۍ او د افغانستان د فرهنګي میراثونو د ساتنې او څېړنې موسسې له مالي ملاتړ کوونکو او له هغو مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې د یاد موزیم د جوړولو او معیاري کولو په برخه کې یې نه ستړې کیدونکې هڅې کړي دي.
دغه راز د مرکزي موزیم رئیس مولوي صبغت الله عابد وویل: کندهار نه هېریدونکی تاریخ لري او د دغه تاریخي میراث ساتنې ته باید ځانګړې پاملرنه وشي. موږ ټول باید په ګډه د فرهنګي او تاریخي اثارو د ساتنې او د قاچاق د مخنیوي په برخه کي خپل مسؤلیت ادا کړو.
د کندهار پوهنتون استاد انجینر شیرشاه رشاد وویل: د ملتونو یووالی هغه مهال لا پیاوړی کېدای شي چې خپل تاریخي ارزښتونه او تاریخي اثار خوندي وساتي.
۱۴۴۸/۲/۱۴ هـ ق
