د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ښوونیز  مرکز څخه لسګونه ځوانان فارغ شول

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۰:۲۵
...

د پروان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمریت اړوند ښوونیز او روزنیز مرکز څخه لسګونه ځوانان د « حلالې سوداګرۍ او کسب‌وکار » تر چتر لاندې د ۱۵ ورځني روزنیز سمینار له بشپړولو وروسته فارغ شول.
د فراغت په مراسمو کې د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمر ځوانانو ته په وینا کې وویل: هر وګړی باید په ژوند کې مشخصه موخه وټاکي او د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره هڅې وکړي، څو په ژوند کې د پرمختګ او مثبت بدلون زمینه ورته برابره شي.نوموړي له ځوانانو وغوښتل چې تاسو زده‌کړو او پرمختګ لپاره څېړنه او هڅې وکړئ او په خپل مسلکي ژوند کې د نوښتونو او مثبتو بدلونونو لپاره هلو ځلو ته دوام ورکړئ.
د ځوانانو چارو آمر ډاډ ورکړ، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ژمن دی چې ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې په وړیا توګه د زده‌کړو زمینه برابره کړي، او هوډ لري، چې د یوه مجرب ښوونکي له لوري د درېیو میاشتو لپاره د کمپیوټر زده‌کړې هم په وړیا توګه برابرې کړي.
فارغو شوو ځوانانو د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ورته ښوونیزو او روزنیزو پروګرامونو له جوړېدو مننه وکړه او دغه پروګرام یې د دوی د مسلکي او شخصي پرمختګ لپاره ګټور وباله.

١٤٤٨/٤/٢ ه ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۰:۲۵
Background image

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ښوونیز  مرکز څخه لسګونه ځوانان فارغ شول

د پروان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمریت اړوند ښوونیز او روزنیز مرکز څخه لسګونه ځوانان د « حلالې سوداګرۍ او کسب‌وکار » تر چتر لاندې د ۱۵ ورځني روزنیز سمینار له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۵۲
Background image

سلګونو خبریالانو، مطبوعاتي مسؤلینو، ادیبانو، قلموالو مبارزینو او ځوانانو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو میعنیت له لوري د فاریاب سلګونو خبریالانو، مطبوعاتي مسؤلینو، ادیبانو، قلموالو مبارزینو او ځوانانو ته د (فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې) په نوم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۴۶
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه  وشوه

دوشنبه (۱ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

BACK TO NEWS