د لوګر عامه کتابتونونو ته څه باندې ۲۰۰ ټوکه کتابونه ډالۍ شول

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۳:۲۲
..

د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند عمومي عامه کتابتون او د څرخ ولسوالۍ عامه کتابتون ته د مطالعې د یو شمېر مینه‌والو له لوري څه باندې ۲۰۰ ټوکه بېلابېل د دیني او عصري علومو کتابونه ډالۍ شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر محمدګل تسل له یاد اقدام څخه مننه وکړه او ویې ویل: په دغو کتابونو کې ۱۱۰ ټوکه کتابونه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست عمومي عامه کتابتون او ۱۰۰ ټوکه نور د څرخ ولسوالۍ عامه کتابتون ته ډالۍ شوي دي.

۱۴۴۸/۴/۱۴ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۵۷
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۱۵ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۲:۳۶
Background image

لغمان کې خبریالانو ته د رواني درملنې په اړه سیمینار وړاندې شو

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په ګډو همکاریو ددې ولایت د بیلابیلو رسنیو خبریالانو ته د رواني درملنې تر سرلیک لاندې یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۲:۱۷
Background image

سمنګان کې د حکومت او رسنیو د ګډې کمیټې د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له لوري، د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې د همغږۍ غونډه، د رسنیو د مسوولینو، خبریالانو او د امارتي ادارو د. . .

BACK TO NEWS