د لوګر عامه کتابتونونو ته څه باندې ۲۰۰ ټوکه کتابونه ډالۍ شول
د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند عمومي عامه کتابتون او د څرخ ولسوالۍ عامه کتابتون ته د مطالعې د یو شمېر مینهوالو له لوري څه باندې ۲۰۰ ټوکه بېلابېل د دیني او عصري علومو کتابونه ډالۍ شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر محمدګل تسل له یاد اقدام څخه مننه وکړه او ویې ویل: په دغو کتابونو کې ۱۱۰ ټوکه کتابونه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست عمومي عامه کتابتون او ۱۰۰ ټوکه نور د څرخ ولسوالۍ عامه کتابتون ته ډالۍ شوي دي.
۱۴۴۸/۴/۱۴ هـ ق