کاپیسا کې د ژورنالیستانو د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۴۷
..

د کاپیسا کې د ژورنالیستانو د مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه د رسنیزو اخلاقو او د ژورنالیزم اړوندو برخو کې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.
د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم‌الله وثیق د یاد ورکشاپ د پای په مراسمو کې د ژورنالیزم له مسلک سره اړوند فعالیتونه د خلکو او ټولنې پر وړاندې ستر مسؤولیت وباله او له ژورنالیستانو څخه یې وغوښتل، چې د خلکو او ټولنې د پوهاوي په برخه کې په بشپړه ژمنتیا او امانت‌دارۍ سره هڅې وکړي.
د ورکشاپ ګډونوالو د دغه روزنیز پروګرام هرکلی وکړ او غوښتنه یې وکړه، چې په راتلونکي کې هم د ورته روزنیزو پروګرامونو لړۍ دوام ومومي، ترڅو د دوی فعالیتونه د ژورنالیزم د مسلک له اصولو سره سم لا پیاوړي او منظم شي.
د یادونې وړ ده، چې دغه دوه ورځنی ورکشاپ د افغانستان د آزادو ژورنالیستانو د اتحادیې له لوري، د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همغږۍ جوړ شوی و، چې په کې د یو شمېر امارتي ادارو د مطبوعاتي مسؤولینو، د امارتي او خصوصي رسنیو د ژورنالیستانو په ګډون ۱۶ کسانو پکې ګډون کړی و.

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ.ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۵۲
Background image

مقر ولسوالۍ کې د کتاب یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د پوهې کاروان په نوم د دغه ولایت په مقر ولسوالۍ کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا حمیدالله نثار وویل:. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۳۱
Background image

د لرغون‌ پېژندنې په ریاست کې د لرغون ‌پېژندونکو کمېټې غونډه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د لرغون پېژندنې رئیس سید ذبیح‌الله سادات په مشرۍ د لرغون ‌پېژندونکو کمېټې غونډه، د کمېټې د غړو په حضور کې چې د کابل پوهنتون، د افغانستان د علومو اکاډمۍ،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۲:۱۷
Background image

آقچه کې د (ځوان نسل؛ له ځان‌جوړونې تر ټولنې‌جوړونې) په نوم سیمینار ترسره شو

د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همغږۍ د البرز علمي او فرهنګي ادارې له لوري آقچې ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته د (ځوان نسل؛ له ځان‌جوړونې تر ټولنې‌جوړونې) په نوم ښوونیز او. . .

BACK TO NEWS