حسينه ساپۍ :دهېواد دغوره دودونو په ساتنه او دفرهنګ په وده کې بايد کارنده ونډه واخلو

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۳/۴ - ۱۳:۸
Museum

دموزيمونو نړيواله ورځ  نن داطلاعاتواوفرهنګ وزارت له خوا  په کابل کې  ونمانځل شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په همدې مناسبت  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  د مسوولينو ، دولتي چارواکو او دبهرنيو ميلمنو په شتون په ملي موزيم کې يوه غوڼده جوړه شوه .
  په دې غونډه کې  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرستې  حسينې ساپۍ  ددې تر څنګ چې  دموزيمونو دنړيوالې ورځې له امله يې ټولو هېوادوالو ته  مبارکي وويله  څرګنده کړه  چې دموزيمونو  دنړيوالې ورځې  دنمانځنې موخه داده چې وکولاى شو  دهېواد  دغوره  دودونو په ساتنه اودفرهنګ په وده کې  کارنده ونډه واخلو . اودغه راز دهېواد تاريخ اوهويت  نوي نسل ته  منعکس کړو .
حسينې ساپۍ  دهېواددفرهنګ  ودې ته  دملي وحدت دحکومت  دپاملرنې يادونه وکړه او د کورنيو چارو او دملي دفاع  له وزارتونو ، دملي امنيت  له لوى رياست  اودبهرنيو چارو  وزارت  له فرهنګي  رياست څخه يې ملي موزيم ته دهېواد  دتاريخي اثارو دراګرځولو په خاطر مننه وکړه .
  داطلاعاتواو فرهنګ وزارت سرپرستې وويل  چې دملي موزيم له پروګرامونو څخه  يو دادى  چې دمقررې له مخې  ټول خصوصي موزيمونه دملي موزيم تر اغيزې لاندې  بايد ثبت شي . او فعاليت وکړي .
دغه راز حسينې ساپۍ  دماليې له وزارت څخه  مننه وکړه او ويې ويل  چې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت په وړانديز او دهېواد دجمهور رييس  له حکم سره سم  دماليې وزارت  دصکوکو دمطبعې د سکې دضرب  ماشين الات  چې تاريخي لرغونتيا  اوهويت لري  او اوس  له فعاليت څخه پاتې دى  ، ملي موزيم ته  سپارل کېږي.
په دې غونډه کې دملي موزيم رييس   محمد فهيم رحيمي هم خبرې وکړې او ويې ويل  چې ملي موزيمونه کولاى شي  دفرهنګونو ترمنځ  دارتباطي پله او په ملي اونړيواله کچه دسولې  دتامينوونکي  پله په توګه وي .
په کابل کې ديونسکو رييس هم په خپلو خبرو کې وويل  چې ملي موزيمونه  دهېوادونو  دهويت اوفرهنګ  څرګندوي دي  . او ملي موزيم  له کارکوونکو څخه يې   چې دتاريخي اثارو په ساتنه کې  هڅه کړې ده  ، مننه وکړه
دغه راز ددغې غوڼدې په دوام   دکورنيو چارو وزارت د درندو جرمونوپرخلاف  دمبارزې رييس  په داسې حال کې چې دکورنيو چارو وزارت  دپاليسسي او ستراتيژى  معينې  حسنا  جليل  او داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر معين  پوهاند محمد رسول باوري  هم شتون درلود  پنځه تاريخي اثار  چې د بودا  مجسمه  ، سکې ،  تيلي څراغ ( شيطان چراغ ) او مرې  وې  دملي موزيم رييس ته وسپارل .
   په همدې ترتيب  دماليې وزارت  دصکوکو دمطبعې  رييس په امير عبدالرحمن خان پورې اړوند دسکې دضرب  يو ماشين او يو فلزي ميز دساتنې په خاطر  دملي موزيم رييس ته  وسپارل .
  پوهاند محمد رسول باوري  دکورنيو چارو وزارت اودهغو نورو بنسټونو  دهمکاريو له امله  چې تاريخي اثار يې  ملي موزيم ته  سپارلي دي  ، قدرداني وکړه . او دهېواددتاريخي اثارو ساتنه يې  مهم کار وباله .
ددغې غوڼدې په پاى کې  د ( دوره هاي تاريخي اوفرهنګي در ٣٠ اثر ) په تر عنوان لاندې دتاريخي اثارو دعکاسي نندارتون  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  دسرپرستې په واسطه  پرانستل شو او برخه والو دهغه ننداره وکړه .
 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه.
د غونډې په پیل کې، د کمېسیون منشي د یاد کمېسیون د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۴۷
Background image

کاپیسا کې د ژورنالیستانو د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د کاپیسا کې د ژورنالیستانو د مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه د رسنیزو اخلاقو او د ژورنالیزم اړوندو برخو کې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.
د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۳۹
Background image

په کاپیسا کې ۷۰۰ تنو ځوانانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د حصه اول ولسوالۍ د رضاکارو ځوانانو د کمیټې په همکارۍ، په دغې ولسوالۍ کې د البیروني پوهنتون ترڅنګ د بې وزله ځوانانو لپاره وړیا ښوونیز مرکز جوړ. . .

BACK TO NEWS