د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د زرغونې انا له زیارت څخه لیدنه وکړه
نن جمعه (۱۴۴۵/۳/۲۱ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وزیر ملا خيرالله خیرخواه صاحب کندهار کې د لوی امپراطور احمدشاه بابا د مور بي بي زرغونې انا له ارام ګاه څخه لیدنه ترسره کړه.
خیرخواه صاحب زیارت کې له دعا وروسته د زرغونې انا پر ژوند او تاریخي مخینه وږغېد او ترڅنګ یې د زیارت له ملنګ او د سیمي له خلګو سره د زيارت پر ویجاړ شوو ځایونو خبرې وکړې.
ښاغلي خیرخواه د یاد تاريخي آبدې د بیارغونې ژمنه وکړه او زیاته یې کړه د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مختلفو ولایتو کې پروژې تر پوښښ لاندي لري.
نوموړي همدا راز وویل: د تاریخي سیمو ساتنه او بیارغونه د حکومت او ولس ګډ مسؤلیت دی، ولس دې یې په ساتنه کې خپل مسؤلیت په ښه توګه ادا کړي.
.
