پوهاند محمد رسول باوري د فرهنګي بنسټونو ترمنځ پر زياتې همغږۍ ټينګار وکړ

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۷ - ۸:۵۴
پوهاند محمد رسول باوري د فرهنګي بنسټونو ترمنځ پر زياتې همغږۍ ټينګار وکړ


د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري نن د آغاخان بنسټ د فرهنګي برخې له مسوول سره په ناسته کې، د تاريخي آبداتو په برخه کې د چارو د ښه تنظيم او د همکاريو د پراختيا په اړه خبرې وکړې.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې؛ په ناسته کې په داسې حال کې چې د آغا خان بنسټ د تاريخي آبداتو ماهر انجنير آرش هم حاضر و؛ د زياتو همکاريو په تېره بيا د تاريخي آبداتو په برخه کې د چارو پر تنظيم، همغږۍ او زياتې همکارۍ ټينګار وشو.
دغه راز د آغا خان بنسټ د فرهنګي برخې مسوول وړانديز وکړ چې په فرهنګي او په تېره بيا د تاريخي آبداتو په برخه کې د چارو د ښه تنظيم او همغږۍ په موخه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د آغاخان بنسټ د فرهنګي برخې او د اړوندو ملي او نړيوالو بنسټونو د استازو په ګډون يوه کمېټه جوړه شي.
په کتنه کې د قندهار په نارنج ماڼۍ کې د کيندنو د کار په اړه هم خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې يوه ډله ماهران دې ډېر ژر د کتنې او زياتې مطالعې په خاطر قندهار ته سفر وکړي.

کابل / د کب ۶ مه/ باختر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۳۱
Background image

د لرغون‌ پېژندنې په ریاست کې د لرغون ‌پېژندونکو کمېټې غونډه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د لرغون پېژندنې رئیس سید ذبیح‌الله سادات په مشرۍ د لرغون ‌پېژندونکو کمېټې غونډه، د کمېټې د غړو په حضور کې چې د کابل پوهنتون، د افغانستان د علومو اکاډمۍ،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۲:۱۷
Background image

آقچه کې د (ځوان نسل؛ له ځان‌جوړونې تر ټولنې‌جوړونې) په نوم سیمینار ترسره شو

د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همغږۍ د البرز علمي او فرهنګي ادارې له لوري آقچې ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته د (ځوان نسل؛ له ځان‌جوړونې تر ټولنې‌جوړونې) په نوم ښوونیز او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه.
د غونډې په پیل کې، د کمېسیون منشي د یاد کمېسیون د. . .

BACK TO NEWS