پوهاند محمد رسول باوري د فرهنګي بنسټونو ترمنځ پر زياتې همغږۍ ټينګار وکړ
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري نن د آغاخان بنسټ د فرهنګي برخې له مسوول سره په ناسته کې، د تاريخي آبداتو په برخه کې د چارو د ښه تنظيم او د همکاريو د پراختيا په اړه خبرې وکړې.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې؛ په ناسته کې په داسې حال کې چې د آغا خان بنسټ د تاريخي آبداتو ماهر انجنير آرش هم حاضر و؛ د زياتو همکاريو په تېره بيا د تاريخي آبداتو په برخه کې د چارو پر تنظيم، همغږۍ او زياتې همکارۍ ټينګار وشو.
دغه راز د آغا خان بنسټ د فرهنګي برخې مسوول وړانديز وکړ چې په فرهنګي او په تېره بيا د تاريخي آبداتو په برخه کې د چارو د ښه تنظيم او همغږۍ په موخه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د آغاخان بنسټ د فرهنګي برخې او د اړوندو ملي او نړيوالو بنسټونو د استازو په ګډون يوه کمېټه جوړه شي.
په کتنه کې د قندهار په نارنج ماڼۍ کې د کيندنو د کار په اړه هم خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې يوه ډله ماهران دې ډېر ژر د کتنې او زياتې مطالعې په خاطر قندهار ته سفر وکړي.
کابل / د کب ۶ مه/ باختر