د چاپان سفیر د افغانستان اسلامي امارت د بېلابېلو برخو لاسته راوړنې وستایلې
د چاپان سفیر تاکایوشي کورومایا او ورسره مل پلاوي د افغانستان ملي موزیم رئیس مولوي صبغت الله عابد سره تودیعي لیدنه وکړه.
په پیل کې د ملي موزیم رئیس مولوي صبغت الله عابد د جاپان هېواد له خوا د افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ترسره شویو همکاریو په ځانګړې توګه د هېواد د کلتوري میراثونو د ساتنې په برخه کې مننه وکړه او د افغانستان په بیارغونه کې یې د دغه هېواد رول مهم وباله.
ورپسې د جاپان سفیر د افغانستان اسلامي امارت د تېرو څلور کلونو لاسته راوړنو په ځانګړې توګه د مخدره موادو پر وړاندې مبارزې، اداري فساد او په ټول هېواد کې د امنیت تامینول برخو کې لاسته راوړنې وستایلې او ټینګار یې وکړ، چې جاپان به له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې په ځانګړي توګه د دغه هېواد د کلتوري میراثونو او ملي موزیم د ساتنې په برخه کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي.
۱۴۴۷/۳/۳ هـ ق