د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون نوبتي غونډه وشوه

wasim_admin
Wed, Sep 03 2025 9:34 AM
...

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو د معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون نوبتي غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د کابل ښار د څلورمې ناحیې د دوو ساحوي پروګرامونو راپور وړاندې کولو ترڅنګ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د اعلاناتو او بلبوردونو(لوحو) د ځایونو مشخص کولو په اړه د کابل ښاروالۍ ته د مکتوب استول، د کابل ملکي هوايي ډګر سره د کمیسیون د ساحوي پروګرام لپاره همغږي، د افغانستان علومو اکاډمۍ او کابل پوهنتون ته د بهرنيو اصطلاحاتو او کلمو د معیاري بدیلونو موندلو په موخه د مکتوب لېږلو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.
د یادونې وړ ده، چې د کميسيون غړو هم د بېلابیلو موضوعاتو په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.

۱۴۴۷/۳/۱۱ هـ ق