د (ريښتينی ژورنالېزم، باخبره ولس او سالمه ټولنه) تر سرليک لاندې د ژورنالېستانو ملي غونډه ترسره شوه
سه شنبه( ۳۰ د ربيع الاول ۱۴۴۷) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مطبوعاتو او رسنيو په نشراتو د څار رياست له لوري د افغانستان د خلکو غږ ميکانيزم په همکارۍ د (ريښتينی ژورناليزم، باخبره ولس او سالمه ټولنه) تر سرليک لاندې د ژورنالېستانو ملي غونډه، د چارو ادارې د عمومي رئیس شیخ الحديث نورالحق انور، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ د معين مولوي عتیق الله عزيزي، د ګڼو نورو امارتي ادارو مسؤلینو، د رسنيو د مسؤلينو او له ټول هېواد څخه د سلګونه ژورنالېستانو په ګډون ترسره شوه.
د مطبوعاتو او رسنيو په نشراتو د څار رياست رئيس مولوي صفی الله رائد د پرانېستې او ښه راغلاست وينا وکړه، نوموړي وويل: نننۍ غونډه په هېواد کې د ريښتيني ژورنالېزم او باخبره ولس په اړه ده، د ټولنې ګڼو ستونزو ته د لارې پيدا کول پکار دي، چې دې برخه کې د رسنيو او ژورنالېستانو ونډه اساسي شکل لري، په ټولنه کې د ريښتيني ژورنالېزم تطبيق مو ګډه دنده ده، چې باید ټول اړخونه په يووالي دې موخې ته د رسېدو هڅې وکړي.
ورپسې د اړيکو دفتر مرستيال عبدالرحيم خرم د غونډې په اړه معلومات شريک کړل، چې د غونډې پيل کې د ژورنالېستانو تر منځ د بېلابېلو پوښتنو په اړه ګروپي کار، ورپسې د ويناوالو ويناوې اورېدل، د ګروپي کار پايلې شريکول او د مسؤلينو له لوري د ازاد بحث ترسره کول پکې شامل دي.
د چارو ادارې عمومي رئيس ښاغلي انور د اړوندې موضوع په اړه ګډونوالو ته هر اړخيزه وينا واوروله او ويې ويل: نننۍ موضوع ډېره ارزښتناکه ده، که په ټولنه کې ريښتينی ژورنالېزم تطبیق شي، نو په ټولنه به یې ډېر ګټور آثار مرتب شي، ژورنالېزم مقدس مسلک دی، چې خپل اصول لري، يو له مهمو اصولو يې ريښتينولي ده، په هره موضوع او خبر کې ځان تر ريښتينولۍ رسول د ژورنالېست رسالت دی.
د هنر او فرهنګ معين ښاغلي عزيزي د خپلې وينا په ترڅ کې وويل: په ټولنه کې د ژورنالېست له اهمیت او ارزښت انکار نشي کېدلی، په هېواد کې د وروستیو ناورينونو برخه کې چې افغان ژورنالېستانو کوم رول ادا کړ، د ستاينې وړ دی، ژورنالېستانو د ملي وحدت روحيې ته په ټينګ عزم کار وکړ او ټول ملت يې متحد کړ، په داسې بحراني وضعيت کې له متضرره هېوادوالو سره د هر راز مرستو په راټولولو کې ژورنالېستانو خپل مکلفيت او مسؤليت په ښه شکل ادا کړ.
ښاغلي عزيزي ژورنالېستانو ته سپارښتنه وکړه، دا چې افغانستان کې بېلابېل قومونه اوسېږي، نو ژورنالېستان دې شته حساسيتونو ته پام وکړي، ځکه کوچني ټکي لوی حساسیتونه راپاروي، نوموړي د اطلاعاتو او کلتور وزارت په استازولۍ د رسنيو مسؤلينو او ژورنالېستانو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د غونډې په ترڅ کې د تياتر آمريت ممثلينو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ۱۷ مې ګڼې فرمان په اړه چې د ناوړه رواجونو او بې ځایه لګښتونو د مخنیوي لپاره خپور شوی دی، تمثيلي ټوټه وړاندې کړه.
ورپسې د افغانستان بانک د مالي خدماتو او نظارت آمر دوکتور لطف الله خیرخواه، د پوهنې وزارت مالي او اداري معين مولوي صبغت الله وثيق، د اقتصاد وزارت مسلکي معين عبدالطیف نظري او د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالمتين قانع خپلې ويناوې د غونډې ګډونوالو ته واورولې.
همدا راز د پوهنتون استادانو پوهاند محمد شفیق وردګ او محمد يحيی رحيل د موضوع اړوند پريزنټیشن وړاندې کړ.
د غونډې په وروستيو کې د رسنيو او ژورنالېستانو د عمومي وضعيت او ستونزو اړوند د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي سلاکار مولوي عبدالحق حماد، د مطبوعاتو او رسنيو په نشراتو د څار رئيس مولوي صفی الله رائد، د عامه اړيکو رياست رئيس او وياند قاري خبیب غفران، د خبريالانو د خونديتوب کميټې مسؤل جميل وقار او يو تن د ژورنالېستانو په استازولۍ بحث وکړ او د ګډونوالو پوښتنو ته يې ځوابونه ورکړل.
غونډه د دعايې په لوستلو پای ته ورسېده.
۱۴۰۴/۷/۱ ھـ ل