ځوانانو ته (د فکري انحراف مخنيوي) په نوم يو ورځنی سیمينار وړاندې شو
د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند ځوانانو چارو امريت له لوري د الرباط فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ هلمند ښوونيز مرکز کې ځوانانو ته د فکري انحراف مخنيوي په نوم يو ورځنی سیمينار وړاندي شو.
د الرباط فکري او فرهنګي ادارې استازي وويل: دا مهال د اسلامي امت د کمزوري کېدو ستر لامل فکري انحراف يا پر فکرونو د غرب يرغل دی، په همدې اساس ځوانان بايد هڅه وکړي، چې لومړي خپل فکر په اسلامي روحيه سمبال او وروسته همدا روحيه ټولنې ته وړاندې کړي، د فکري يرغل پر وړاندې د مبارزې لپاره بايد لومړی د دښمن په شومو دسيسو ځان خبر کړو او د مبارزې لپاره په ټينګه عقیده کار وکړو.
دغه راز د ځوانانو چارو آمر دا ډول سیمینارونه ترسره کول د ځوانانو په فکر جوړونه کې اړين او اغيزمن وبلل او د ورته نورو سمینارونو جوړولو ډاډ یې څرګند کړ.
د سیمینار ګډونوالو د یاد سیمینار له جوړولو څخه خوښي وښوده او له مسؤلینو څخه یې په راتلونکي کې د داسي نورو روزنیزو سمینارو جوړولو غوښتنه وکړه، تر څو د ځوان نسل پوهه لا زیاته او د غرب فکري یرغل څخه خوندي وي.
۱۴۴۷/۴/۲۷ هـ ق