مجاهد ملي موزيم ته یو لرغونی ټوپک وسپارل شو

wasim_admin
Tue, Dec 16 2025 2:58 PM
..

د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ اړوند د دراني کلي یو تن قومي مخور حاجي ملا محمد نعیم له لوري ۱۵۰ کلن لرغونی ټوپک د اطلاعاتو او کلتور ریاست مجاهد موزیم ته وسپارل شو.
قومي مخور حاجي ملا محمد نعیم وویل: دغه ټوپک ورته له خپل مرحوم پلار څخه په میراث پاتې شوی  او د تاریخي ارزښت له امله یې پرېکړه وکړه، چې مجاهد موزیم ته یې وسپاري، په ټوپک باندې لیکل شوی تاریخ ښيي چې شاوخوا ۱۵۰ کاله تاریخي مخینه لري.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي حبیب ‌الله مجاهد یاد موزیم ته د دغه ټوپک د سپارلو هرکلی وکړ او ویې ویل: مجاهد موزیم ته د داسې لرغونو اثارو سپارل د ملي تاریخ د ساتنې او راتلونکو نسلونو ته د تاریخي شتمنیو د لېږد په برخه کې ځانګړی ارزښت لري، ښاغلي مجاهد له خلکو وغوښتل، چې تاریخي اثار د ساتنې په موخه مجاهد موزیم ته وسپاري.

۱۴۴۷/۶/۲۵ هـ ق