ګرشک کې د نبوي(ﷺ) سیرت سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول
د هلمند ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د الرباط فکري او فرهنګي ادارې او پوهنې ریاست په ګډه همکارۍ ګرشک ولسوالۍ کې د نبوي(ﷺ) سیرت سیالۍ چې څه موده وړاندې ترسره شوې وه، پایلې یې اعلان او ۳۰ تنه مخکښ ګډونوال یې وستایل شول.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې دیني عالم شیخ کریم الله د سیرت النبي(ﷺ) د زده کړې په اهمیت ارزښتمنه وینا وکړه او ویې ویل: د رسول الله (ﷺ) سیرت باید د کتابونو تر لوستلو او یادولو پورې محدود نه شي، بلکه عملي جنبه باید ورکړل شي او د ژوند په ټولو حالاتو کې ترې استفاده وشي، دیني عالم شیخ کریم الله زیاته کړه؛ د سیرت کتابونه مطالعه کول او داسې سیالیو کې برخه اخستل انسان د سنت اعمالو پلي کولو ته هڅوي، چې په دې سره د دنیا او آخرت سعادت ترلاسه کیږي.
د ځوانانو چارو آمر وویل: په یاده سیالۍ کې ګڼ شمېر د دیني او عصري علومو زده کوونکو ګډون کړی وو، چې ۳۰ تنه مخکښ ګډونوال یې په مادي او معنوي ډالیو سره وستایل شول.
د ځوانانو چارو آمر په وینا دا ډول سیالۍ په نبوي طریقې د ځوانانو صورت او سیرت برابرولو لپاره خورا آغیزمنې دي او د اطلاعاتو او کلتور ریاست په پلان کې لري، چې ځوانانو لپاره دا ډول نورې سیالۍ هم جوړې کړي.
۱۴۴۷/۶/۲۶ هـ ق