نجراب کې دوه لرغونې ساحې کشف شوې
د کاپیسا د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي: په نجراب ولسوالۍ کې یې د سیمې د مشرانو په همکارۍ د کلکان او غراغَین په نومونو دوه لرغونې ساحې کشف کړي دي، چې د لومړنیو څېړنو له مخې، دغه ساحې بودایي دورې پورې تړاو لري.
د مسؤلینو په وینا؛ یاد ځایونه د خاورینې غونډۍ په بڼه دي، زاړه دېوالونه لري او د لومړنیو پلټنو په لړ کې د کوزو ټوټې او ایرې پکې پیدا شوي دي، چې د دغو ځایونو د کره تاریخي ارزښت او دقیقې نېټې د تثبیت لپاره د اړوندو ادارو له لوري لا نورو مسلکي او تخصصي څېړنو ته اړتیا ده.
ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور رئیس د لرغونو سیمو او تاریخي آبداتو ساتنه او پالنه د ياد ریاست له کاري لومړیتوبونو څخه ګڼي او زیاتوي: چې اوسمهال د کاپیسا ولایت په کچه د اطلاعاتو او کلتور ریاست په رسمي فهرست کې له ۱۱۰ څخه زیاتې تاریخي او لرغونې ساحې ثبت دي او پنځه نورې ساحې هم تازه کشف شوې دي، چې لا تر اوسه په رسمي توګه نه دي ثبت شوي دي.
۱۴۴۷/۸/۲۴ هـ ق