د فکري انحراف مخنیوي په نوم کتاب لوستنې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول
دغه سیالۍ چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د یوه خصوصي کتابتون ( بیت الحکمة) په همکارۍ د کابل ښار پنځمې ناحیې اړوند میرویس میدان (کوټه سنګي) سیمه کې د سلګونو تنو زده کوونکو ترمنځ ترسره شوې وه، چې پایلې یې اعلان او ٣۰ تنه مخکښ ګډونوال یې په بېلابېلو ډالیو وستایل شول.
د عامه کتابتونونو رييس دوکتور رفيع الله صميم هېواد کې د عامه کتابتونونو په اړه د هر اړخیزو معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ د اسلام په تاريخ کې له کتاب سره د علماوو د مينې بېلګې بيان کړې.
ښاغلي صمیم زیاته کړه؛ دغه ډول سیالۍ د ځوانانو د فکري جوړښت لپاره خورا اغیزمنې دي او له یادې سیالۍ څخه موخه ټولنه کې د مطالعې کلتور پیاوړتیا او د ځوانانو فکري اصلاح ده.
دغه راز د بیت الحکمة کتابتون مسؤل ښاغلي عمري او لیکوال داد محمد ناوک په خپلو ویناوو کې ځوانانو ته د مطالعې کولو په اړه اړینې سپارښتنې وکړې او زیاته یې کړه؛ یاده سیالي په پوره شفافیت ترسره شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې د یادې سیالۍ لومړي مقام ګټونکي ته ليپ ټاپ کمپیوټر، دویم مقام ګټونکي ته ساعت، دریم مقام ګټونکي ته د مطالعې میز او پاتې نورو مخکښو ګډونوالو ته بېلابېل دیني او فکري کتابونه ډالۍ شول.
۱۴۴۷/۹/۷ هـ ق