د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
Wed, Feb 25 2026 1:15 PM
..

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس په مشرۍ د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس د رسنیو مسؤلینو د هڅو ستایلو ترڅنګ د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو ویاندویانو ته اړینې سپارښتنې وکړې او زیاته یې کړه؛ چې رسنۍ د عامه پوهاوي او اسلامي ارزښتونو ساتنې مهمه وسیله ده.
د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو ویاندویانو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مسؤلینو سره شریک کړل، چې د مسؤلینو له لوري د ستونزو د حل او وړاندیزونو ته د رسیدو ډاډ ورکړل شو. 
د یادونې وړ ده، چې د ناستې په لړ کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او امارتي ادارو ویاندویانو د هڅو د ستایلو په موخه بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې. 

۱۴۴۷/۹/۸ هـ ق