(د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې) کتاب لوستنې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول
د پروان اطلاعاتو او کلتور ریاست د تنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ د زندان د کارکوونکو او زندانیانو ترمنځ څه موده وړاندې (د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغیزې) کتاب لوستنې سیالي ترسره کړې وه، چې پایلې يې اعلان او مخکښ ګډونوال یې په بېلابېلو ډالیو وستایل شول.
د پروان د زندان رئیس د کارکوونکو او زندانیانو د علمي ظرفیت لوړونې په برخه کې د یادې سیالۍ رول مهم وباله او له تنظیموونکو څخه یې مننه وکړه.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو د یادې سیالۍ جوړولو څخه موخه د مطالعې کلتور ته وده ورکول یاد کړل او زیاته یې کړه؛ چې مطالعه د بشر د پرمختګ او بریا له مهمو وسیلو څخه شمېرل کېږي.
د یادې سیالۍ یو شمېر ګډونوالو د داسې پروګرامونو جوړېدل مهم وبلل او ویې ویل: د دې علمي اثر مطالعې زموږ د پوهاوي او علمي ظرفیت لوړولو په برخه کې مثبت رول درلود.
۱۴۴۷/۹/۱۹ هـ ق