د څرخ ولسوالۍ عامه کتابتون ته سلګونه ټوکه کتابتونه ډالۍ شول

wasim_admin
Sat, Apr 04 2026 9:57 AM
...

د لوګر اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند څرخ ولسوالۍ عامه کتابتون ته شاوخوا ۲۲۰ ټوکه دیني او عصري علومو کتابونه ډالۍ شول.
د څرخ ولسوالۍ د عامه کتابتون مدیر وایي، یاد کتابونه د کتابتون د پیاوړتیا په موخه د دې ولسوالۍ د کتاب او مطالعې د یو شمېر مینوالو لخوا ډالۍ شول.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د لوګر ولایت اړوند برکي برک ولسوالۍ عامه کتابتون ته شاوخوا دوه سوه کتابونه ډالۍ شوي و.

۱۴۴۷/۱۰/۱۷ هـ ق