د امارتي ادارو ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو د مسوولینو ترمنځ د همغږۍ غونډې وشوې
د بادغیس او فراه ولایتونو د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو له لوري د خبریالانو د خوندیتوب کمېټو په همکاریو د امارتي ادارو ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو د مسوولینو ترمنځ د همغږۍ غونډې وشوې.
د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو مسؤلینو د رسنیزو ستونزو د حل لپاره د ترسره شویو هڅو یادونه وکړه او ویې ویل: په اوسنیو شرایطو کې رسنیو ته د ښه فعالیت کولو زمینه برابره ده، مسؤلینو د سیمهییزو رسنیو له خپرونو خوښي څرګنده کړه او غوښتنه يې وکړه، چې د اسلامي نظام لاسته راوړنې او فعالیتونه په پراخه کچه خپاره کړي.
دغه راز د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې استازو په ټولنه کې د رسنیو رول مهم یاد کړ او زیاته یې کړه، چې رسنۍ د معلوماتو رسولو، زدهکړې، فرهنګي ودې، د یووالي او ټولنیزې همغږۍ په پیاوړتیا کې اساسي مسؤلیتونه لري او کولای شي، چې د منفي او غلطو تبلیغاتو د خپرېدو مخه ونیسي.
د غونډو په پای کې، ګډونوالو د رسنیزو فعالیتونو د ښه والي او د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه خپل نظرونه او وړاندیزونه هم شریک کړل.
۱۴۴۷/۱۱/۱۹ هـ ق