سالنګ ولسوالۍ کې د سیرت النبي(ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

wasim_admin
Wed, May 06 2026 3:59 PM
..

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او همکارو ادارو په همکارۍ چې په سالنګ ولسوالۍ کې د ۸۰۰ تنو زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوې وه، پایلې يې اعلان او مخکښ ګډونوال یې وستایل شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د مسلمانانو ترمنځ پر یووالي باندې ټینګار وکړ او ویې ویل: د هېواد ځوانان باید د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې خپل ژوند تنظیم کړي، ډېر د ویاړ ځای دی، چې ځوانان د حضرت محمد(ﷺ) د سیرت او صورت په اړه پوهه ترلاسه کوي.
 نوموړي ځوانانو ته یو شمېر اړینې سپارښتنې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې ټول باید د حضرت محمد(ﷺ) سنت د خپل ځان او ټولنې لپاره د یو غوره الګو په توګه وټاکو او په خپل ژوند کې یې عملي کړو.
 ورته مهال غونډه کې نورو مسؤلینو هم د حضرت محمد(ﷺ) د سپېڅلي سیرت په اړه خبرې وکړې او پر ځوانانو یې غږ وکړ، چې خپل ژوند د پیغمبر(ﷺ) له سیرت او صورت سره برابر کړي، تر څو په دنیا او آخرت کې بریالي شي، مسؤلینو د دې ډول پروګرامونو د تنظیم له امله د اړوندو ادارو څخه مننه وکړه او ویې ویل: چې دا ډول علمي او روزنیز پروګرامونه د ځوانانو د فکري ودې او د دیني پوهاوي په لوړولو کې مهم رول لري.
دغه راز په سیالۍ ګډونوالو ځوانانو هم د اړوندو ادارو څخه مننه وکړه او ویې ویل: دا ډول علمي او فرهنګي پروګرامونه د دوی پر ذهني او فکري ودې باندې مثبت اغېز لري، ځوانان د ورته پروګرامونو د دوام او پراختیا غوښتونکي هم شول.

۱۴۴۷/۱۱/۱۹ هـ ق