د هرات ارګ کې د تاریخي ډبرو د ساتنې دوه سالونونه پرانېستل شول
د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د جذب او لیدنې په موخه، د هرات په اختیارالدین کلا یا ارګ کې د تاریخي ډبرو د ساتنې او نندارې لپاره دوه ځانګړي سالونونه پرانېستل شول.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وایي: په دغو دوو سالونونو کې ۲۲۰ تاریخي ډبرې ساتل کېږي، چې لرغونتیا یې له ۵۰ تر ۶۰۰ کلونو پورې رسېږي، پر هرې تاریخي ډبرې ځانګړی بارکوډ لګول شوی، ترڅو سیلانیان وکولای شي، د هغه په سکن کولو سره د دغو اثارو اړوند معلومات ترلاسه کړي.
د مسؤلینو په وينا؛ دا تاریخي ډبرې د هرات له بېلابېلو لرغونو سیمو، زیارتونو او تاریخي ودانیو څخه راټولې شوې دي، چې ډېری یې د تیموریانو دورې پورې اړه لري.
هغه ډبرې چې د تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو شاوخوا د تخریب، ضاېع کېدو یا غلا له ګواښ سره مخ وي، د ښه ساتنې او خوندي کولو لپاره به دغو سالونونو ته انتقالېږي.
د هرات موزیم مسئولین وایي: د تاریخي ډبرو د سالونونو په پرانېستلو سره به د هرات ارګ ته د سیلانیانو د ورتګ کچه لوړه شي، چې دا اقدام کولای شي، د هرات تاریخي او فرهنګي لرغونتوب کورنیو او بهرنیو لیدونکو ته لا ښه وپیژني.
د یادونې وړ ده، چې دا ټولې ډبرې په لاسي ډول حجاري شوي او په بېلابېلو اسلامي لیکدودونو او هنري نقشونو سینګار شوې دي، چې د بېلابېلو تاریخي دورو د صنعتکارانو هنر او مهارت څرګندوي.
۱۴۴۷/۱۲/۰۴ هـ ق