د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د ځوانانو د مشورتي بورډ غړو سره د همغږۍ ناسته وکړه

wasim_admin
Tue, Jun 02 2026 11:22 AM
وو

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي محمد صابر صابري د ځوانانو د مشورتي بورډ له غړو او مسؤلینو سره د همغږۍ او همکارۍ په موخه ناسته ترسره کړه، چې په دې ناسته کې د ځوانانو د ظرفیت لوړونې، د ځوانانو د ستونزو حل، د روزنیزو پروګرامونو د پلي کولو او د ځوانانو او اړوندو ادارو ترمنځ د لا اغېزمنې همغږۍ په اړه هر اړخیز بحث وشو.
د ځوانانو چارو آمر او ځوانانو د مشورتي بورډ غړو وویل: د خوست ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ځوانانو ټولنې او بنسټونه فعالیت لري چې د دغو ټولنو د ستونزو، اړتیاوو او وړاندیزونو د اورېدو لپاره لا ډېر کار ته اړتیا ده.
د ناستې ګډونوالو زیاته کړه، چې د ځوانانو د فکري، علمي او مسلکي ظرفیتونو د پیاوړتیا لپاره باید د لنډمهالو او اوږدمهالو پروګرامونو او سیمینارونو د ترسره کولو زمینه برابره شي او په دې برخه کې دې له ملي او نړیوالو مؤسسو سره هم همغږي او همکاري پراخه شي.
ورته مهال د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي محمد صابر صابري د مشورتي بورډ غړو او د ځوانانو چارو آمریت د وړاندیزونو هرکلی وکړ او د بشپړې همکارۍ ډاډ یې څرګند کړ، نوموړي زیاته کړه، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ژمن دی، چې د ځوانانو د ستونزو د حل، د ظرفیت لوړونې او د سالمو ټولنیزو او فرهنګي فعالیتونو د پراختیا لپاره له ټولو اړوندو ادارو او بنسټونو سره په ګډه کار وکړي. 
د ناستې په پای کې دواړو لورو د ځوانانو د هراړخیز پرمختګ، د ګډو پروګرامونو د پیاوړتیا او د متقابلې همغږۍ د لا پراختیا په اړه د ګډ کار پر دوام ټینګار وکړ.

۱۴۴۷/۱۲/۱۶ هـ ق