د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له څلورمې ناحیې څخه څارنه وکړه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د څلورمې ناحیې د بره کي سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو څخه څارنه وکړه.
په پیل کې د علومو آکاډمۍ ادارې استازي او د کمېسیون غړي سید محمود واکمن د دې کمېسیون د فعالیتونو په اړه له رسنیو، هټیوالو او ښاریانو سره خبرې وکړې او همدارنګه د کمیسون غړو خپل اصلاحي پروګرام پلي او د کمېسیون د طرزالعمل معیارونو اړوند یې خپل وړاندیزونه وړاندې کړل.
په دې پروګرام کې، یو شمېر هغه لوحې چې د کمېسیون له خوا غیرمعیاري پېژندل شوې وې، د کمېسیون د مسلکي غړو له لوري د پښتو او دري ملي ژبو د مناسبو بدیلونو په وړاندې کولو سره وڅېړل شوې.
همدارنګه د یو شمېر هغو لوحو په اړه چې د زړښت، په نامناسب ځای کې د نصب، د اسلامي ارزښتونو خلاف د انځورونو لرلو او د ترافیکي لید د خنډ جوړېدو له امله پېژندل شوې وې، د کمېسیون د غړو له خوا لازم وړاندیزونه وړاندې شول.
د یادونې وړ ده، چې په دې پروګرام کې په یادې شوې ساحه کې له (۱۲۰) څخه زیاتې لوحې او اعلاني تابلوګانو ارزونه وشوه.
۱۴۴۸/۱/۷ هـ ق