لغمان کې د رسنیو له مسؤلینو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه
د لغمان اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالنور رسولي په مشرۍ ددې ولایت د رسنیو له مسؤلینو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په ناسته کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې استازي د خبریالانو د فزیکي او رواني خوندیتوب اړوند خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې په لغمان کې اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوي دي.
د امارتي ادارو ویاندویانو وویل: ټولې ولایتي ادارې له رسنیو او خبریالانو سره پوره همکارې دي او رسنیو ته پر وخت معلومات ورکوي.
دغه راز د رسنیو مسؤلینو خپل وړاندیزونه او ستونزې د ناستې له ګډونوالو سره شریکې کړې او زیاته یې کړه، چې ولایتی اداره باید د ساحوي راپورونو د چمتو کولو په برخه کې له خبریالانو سره لا ډېره همکارۍ وکړي.
په پای کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: رسنۍ د فکرونو په اصلاح او ټولنیز ثبات په رامنځته کولو کې مهم رول لري، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په وینا؛ لغمان کې د رسنیو فعالیتونه ښه روان دي او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست تل هڅې کوي، چې د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو غوښتونو او ستونزه ته پر وخت رسیدنه وکړي.
۱۴۴۸/۱/۷ هـ ق