د امارتي ادارو له ویاندویانو، د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناستې وشوې

wasim_admin
Mon, Jul 13 2026 3:56 PM
...

د بدخشان او سرپل ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلینو د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه د امارتي ادارو له ویاندویانو، د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ جلا جلا ناستې وکړې.
په دغو غونډو کې خبریالانو لپاره معلوماتو ته د لاسرسي اسانتیاوو برابرولو، د ادارو د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو د ښه رسنیز کولو او د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ د همکارۍ پر پراختیا ټینګار وشو.
مسؤلینو رسنۍ د خلکو او حکومت ترمنځ د اړیکو مهم پل وباله او له خبریالانو څخه یې وغوښتل چې د مسؤلانه او مسلکي اطلاع‌رسونې په برخه کې اغیزمن رول ولوبوي. همدارنګه، ګډونوالو د خپلو نظرونو او وړاندیزونو د وړاندې کولو ترڅنګ د اطلاع‌رسونې بهیر د لا ښه والي په برخه کې د همغږۍ او همکارۍ پر دوام ټینګار وکړ.

۱۴۴۸/۱/۲۷ هـ ق