له قلموالو مبارزینو او ځوانانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

wasim_admin
Wed, Jul 29 2026 3:25 PM
..

د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري له قلموالو مبارزینو او  ځوانانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي احمد مختار د قلموالو مبارزینو، ځوانانو، لیکوالانو او فرهنګي فعالانو رول مهم وباله او ویې ویل: د قلم، علم او سالم فکر له لارې د ټولنې د پوهاوي او اصلاح لپاره باید ګډې هڅې وشي.
نوموړي زیاته کړه، چې د فرهنګي او فکري فعالیتونو له لارې باید مثبت پیغامونه خلکو ته ورسول شي او ځوانان باید په ټولنیزو چارو کې فعاله ونډه واخلي.
همدارنګه په غونډه کې د زمري ۲۴مې (د هېواد د آزادۍ ورځې) د نمانځلو په اړه هم خبرې وشوې او ټینګار وشو، چې د یادې ورځې د نمانځنې لپاره باید منظم چمتووالی ونیول شي.
دغه راز غونډه کې نورو ویناوالو هم د علم، دعوت او قلم ارزښت ته اشاره وکړه او ویې ویل: د سالم فکر او علمي هڅو له لارې د ټولنې د پرمختګ لپاره کار کول مهم دي.
په پای کې ګډونوالو د یووالي، همغږۍ او ګډو فرهنګي فعالیتونو د پیاوړتیا په اړه خپل نظرونه شریک کړل او د ورته غونډو پر دوام یې ټینګار وکړ.

۱۴۴۸/۲/۱۴ هـ ق