د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د کارموندنې خصوصي شرکتونو او اتحادیو له استازو سره وکتل
سه شنبه (۱۴۴۸ صفرالمظفر ۲۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال د بېلابېلو کارموندنې خصوصي شرکتونو او اتحادیو له استازو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې د افغانستان کارموندنې خصوصي شرکتونو اتحادیې رئیس ښاغلي نورالله فدوي، د اتحادیې مالي او اداري مرستیال ښاغلي عبدالمتین عابد، بهرنیو هېوادونو ته د کارګرانو لېږلو شرکت رئیس ښاغلي محمد امین انیس، د رایل کارموندنې شرکت رئیس ښاغلي محمد یاسر، د افغان ګروپ کارموندنې شرکت مرستیال ښاغلي عتیق الله عزیزي او د افغانستان د خصوصي کارموندنې شرکتونو عامل پلاوي رئیس لعل محمد امیري ګډون کړی و.
په پیل کې د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال د یادو شرکتونو او اتحادیو استازو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چې هېوداوالو ته د کاري فرصتونو برابرولو په برخه کې د دغو شرکتونو او اتحادیو هڅې مهمې دي.
ښاغلي جمال ټینګار وکړ، چې د بېکارۍ د کچې د راکمولو لپاره هېوادوالو ته باید د هېواد دننه او بهر د کار زمینه برابره شي. نوموړي زیاته کړه؛ هغه هېوادوال چې د کار لپاره بهرنیو هېوادونو ته ځي، باید له قانوني لارو څخه ورته زمینه برابره شي.
مولوي قدرت الله جمال د کارموندنې د شرکتونو او اتحادیو له فعالیتونو څخه خوښي څرګنده کړه او له اړوندو مسؤلینو څخه یې وغوښتل چې د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو د موندلو په برخه کې خپلې هڅې لا پراخې کړي. نوموړي ټینګار وکړ، چې د هېواد دننه د کارموندنې ترڅنګ دې په بهرنیو هېوادونو کې هم د افغان کارګرانو لپاره د کار زمینه برابره شي.
ورته مهال د کارموندنې شرکتونو او اتحادیو استازو هم د خپلو فعالیتونو او د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو په اړه معلومات وړاندې کړل او ډاډ یې څرګند کړ، چې هېوادوالو ته د کارموندنې، د کاري فرصتونو د موندلو او بهرنیو هېوادونو ته د افغان کارګرانو د قانوني لېږد په برخه کې به خپلې هڅې لا زیاتې کړي.
په دې کتنه کې دواړو لور ټینګار وکړ، چې د امارتي ادارو، خصوصي کارموندنې شرکتونو او اړوندو اتحادیو ترمنځ لا ښه همغږي کولای شي د هېوادوالو لپاره لا زیات کاري فرصتونو برابر کړي او بهرنیو هېوادونو ته د کارګرانو د قانوني لېږد په برخه کې اغېزمن تمام شي.