محمدآغې ولسوالۍ کې له شاعرانو او لیکوالانو سره د همغږۍ  ناسته وشوه

wasim_admin
Tue, Sep 01 2026 4:57 PM
..

د لوګر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د محمدآغې ولسوالۍ اطلاعاتو او فرهنګ مدیریت کې له ګڼ شمېر شاعرانو او لیکوالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د محمدآغې ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ مدیر احسان الله عزیزي ګډونوالو ته د مشاعرو د تنظیم قانون تشریح کړ او د یاد قانون د سپارښتنو په اړه یې معلومات وړاندې کړل.
نوموړي له شاعرانو څخه وغوښتل؛ چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې دې د شعرونو لیکلو په برخه کې لازیاتې هڅې وکړي، ښاغلي عزیزي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د شاعرانو او لیکوالانو د ملاتړ او هڅونې په برخه کې د پوره همکاریو کولو ډاډ هم څرګند کړ.

۱۴۴۸/۳/۱۷ هـ ق