جلریز کې ١٣ مه ګڼه فرمان تشریح شو

wasim_admin
Thu, Sep 10 2026 10:17 AM
..

د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو له لوري ګڼ شمېر ولسي وګړو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه‌ الله)  ۱۳مه ګڼه (د انساني قاچاق مخنیوی) فرمان تشریح شو.
د ځوانانو چارو آمر ځوانانو ته د اسلامي نظام اطاعت او د نظام د قوانینو د رعایت د ارزښت په اړه خبرې وکړې او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌ الله) د ۱۳مه ګڼه فرمان، چې د انساني قاچاق د مخنیوي په اړه صادر شوی، یې تشریح کړ. 
نوموړي  ټینګار وکړ، چې ځوانان دې له شته فرصتونو څخه استفاده وکړي او د خپلو مهارتونو لوړولو ته دې لومړیتوب ورکړي، همدارنګه که څوک د کار، زده‌ کړو یا نورو موخو لپاره بهر ته ځي، باید له قانوني او خوندي لارو سفر وکړي او د قاچاقي لارو له تګ څخه ډډه وکړي. 
د یادونې وړ ده، چې د دغه سفر په لړ کې د ځوانانو چارو آمریت له لوري په جلریز ولسوالۍ کې د انساني قاچاق د مخنیوي په موخه یوه رضاکاره کمېټه هم جوړه شوه. 

۱۴۴۸/۳/۲۷ هـ ق