خوست کې د امارتي ادارو له مطبوعاتي مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه
د خوست اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د رسنیزو چارو لا ښه تنظیم په موخه د بېلابېلو امارتي ادارو له مطبوعاتي مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د خوست اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوی محمد صابر صابري د ټولو امارتي ادارو د مطبوعاتو مسؤلینو کړنې وستایلې او په دې برخه کې یې د شته ستونزو د حل لپاره د لازمو هڅو ډاډ څرګند کړ.
د نوموړي په وینا اطلاعاتو ته د لاسرسي اړوند اسانتیاوې او په کره ډول د امارتي ادارو د فعالیتونو او لاسته راوړنو رسنیز کول د ټولو ګډ مسؤلیت دی او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په پلان کې لري، چې د مطبوعاتي مسؤلینو د مسلکي ظرفیت لوړونې ځینې سیمنارونه هم جوړ کړي.
په دې ناسته کې د مطبوعاتي مسؤلینو له لوري د امارتي ادارو د فعالیتونو، لاسته راوړنو، پروګرامونو او مهمو خبرونو د رسنیز پوښښ او له رسنیو سره د همغږۍ په اړه هم خبرې وشوې.
په ناسته کې ټینګار وشو، چې د امارتي ادارو فعالیتونه، خدمتونه او لاسته راوړنې باید په وخت، کره او مسلکي توګه تر ولسونو ورسیږي.
په پای کې ګډونوالو د رسنیزو چارو د لا ښه والي، د معلوماتو د پر وخت شریکولو او د ادارو ترمنځ د مطبوعاتي همغږۍ د پیاوړتیا په برخه کې د لا زیاتې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
۱۴۴۸/۴/۱۰ هـ.ق