د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه

wasim_admin
Tue, Sep 29 2026 2:47 PM
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه.
د غونډې په پیل کې، د کمېسیون منشي د یاد کمېسیون د ساحوي فعالیتونو راپور، چې د تېرې یوې میاشتې اجراآت په کې شامل وو، د کمېسیون له غړو سره شریک کړ.
همداراز، په غونډه کې ۲۰ بهرنیو اصطلاحاتو او کلمو لپاره مترادف کلمې وټاکل شوې او  ۲۶ بهرنۍ اصطلاحات او کلمې د علمي او معیاري مترادفو کلمو د موندلو په موخه د کمېسیون مسلکي غړو ته وسپارل شول.
د کمېسیون د ولایتي پروګرامونو او راتلونکو فعالیتونو او همدارنګه د کابل ولایت د بېلابېلو اصنافو استازو سره د راتلونکې ناستې د ترسره کولو په اړه (چې د کابل ولایت د کسبګرو او دوکاندارانو د خونې په ریاست کې به جوړه شي) هم بحث وشو.

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ.ق