(له هریوا تر نیشاپوره) شپنۍ مشاعره ترسره شوه

wasim_admin
Sat, Oct 03 2026 10:28 AM
..

هرات ښار کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د بهرنیو چارو وزارت استازولۍ او د دې ولایت د ادبي ټولنې په ګډو همکاریو (له هریوا تر نیشاپوره) په نوم ادبي مشاعره د لسګونو هراتي او ایراني شاعرانو، لیکوالانو او فرهنګي څېرو، د ایران او ترکیې د قونسلګریو استازو په شتون کې ترسره شوه.
په دې پروګرام کې د دواړو هېوادونو شاعرانو د خپلو شعرونو په لوستلو سره، د ملتونو او د سیمې د بېلابېلو فرهنګونو ترمنځ د اړیکو په ټینګښت کې د شعر او ادب پر ارزښت خبرې وکړې.
په هرات کې د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ مسؤلینو د دې پروګرام د جوړېدو موخه د افغانستان او ایران ترمنځ د ادبي او فرهنګي اړیکو پیاوړتیا، د شاعرانو ترمنځ د تجربو د تبادلې لپاره د زمینې برابرول او د دواړو هېوادونو د ګډ ادبي او فرهنګي میراث معرفي کول وبلل او زیاته یې کړه؛ چې دا ډول پروګرامونه جوړول د افغانستان او د سیمې هېوادونو ترمنځ د فرهنګي او ادبي اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول لري.
ورته مهال، یو شمېر شاعرانو او ادیبانو وویل: شعر او ادب له پخوا راهیسې د افغانستان او ایران د خلکو ترمنځ د اړیکو په رامنځته کولو کې مهم رول لري او د دې ډول پروګرامونو جوړول کولای شي، ځوان نسل د دواړو هېوادونو له ګډ ادبي میراث سره لا زیات بلد کړي.
ایراني شاعرانو هم وویل: د افغانستان او ایران ترمنځ ډېر ګډ فرهنګي او ادبي مشترکات شته او د دواړو هېوادونو شاعران او شعري میراث هم په ډېرو برخو کې ګډې ځانګړنې لري. د هغوی په وینا، مشترک تاریخي شالید، ژبه او ادبیات د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د ژورو فرهنګي اړیکو لپاره زمینه برابره کړې ده.

نېټه: ۱۴۴۸/۴/۲۰ هـ ق