ننګرهار کې د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره ناسته وشوه

wasim_admin
Sat, Oct 03 2026 2:30 PM
...

د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د اطلاعاتو امریت له لوري د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د دوی د فعالیتونو د لا ښه والي او شته ستونزو د څېړلو په موخه ناسته وشوه.

د اطلاعاتو په دې ناسته کې د مطبوعاتو او ټولنیزو رسنیو پر اهمیت او مسلکي فعالیت خبرې وکړې او ویې ویل: د هېواد بیارغونې په بهیر کې د کره اطلاعاتو د وړاندې کولو لپاره د رسنیو د فعالیتونو د ملاتړ په موخه لازم امکانات برابر شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په منظم ډول د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره ناستې او غونډې جوړوي، ترڅو د دوی د فعالیتونو د لا ښه والي ترڅنګ په دې برخه کې شته ستونزې هم وڅېړل شي او د حل لپاره یې لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

غونډه کې نورو ویناوالو هم په ټولنه کې د رسنیو پر رول او د رسنیزو فعالانو د کار پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل: هېواد کې د امنیت ټینګښت له امله د رسنیو او رسنیزو فعالانو لپاره د کار زمینه برابره شوې او رسنیز فعالان باید له دې فرصت څخه د خلکو پوهاوي او د کره اطلاعاتو وړاندې کولو لپاره ګټه واخلي.

د غونډې په پای کې د ټولنیزو رسنیو فعالانو هم د خپلو فعالیتونو، لاسته راوړنو او شته ستونزو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل او د ورته ناستو پر دوام یې ټینګار وکړ.

۱۴۴۸/۴/۲۰ هـ ق