د شینکۍ ولسوالۍ له مسؤلینو او ولسونو سره د همغږۍ غونډه وشوه

wasim_admin
Thu, Oct 08 2026 12:40 PM
...

د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي احمد مختار او ورسره مل پلاوي شینکۍ ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د دې ولسوالۍ له مسؤلینو،  ګڼ شمېر علماوو، قومي مخورو او سلګونو اوسېدونکو سره د همغږۍ غونډه وکړه.
دغه غونډه د مشرتابه د ۱۳مې او ۱۷مې ګڼې فرامینو د تشریح، د دغو فرامینو د موخو او لارښوونو په اړه د خلکو پوهاوی زیاتول او په ټولنه کې د یادو فرامینو د لا ښه تطبیق په موخه جوړه شوې وه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي احمد مختار وویل: د ۱۳مې او ۱۷مې ګڼو فرامینو پلي کول، د ټولنیز نظم، اصلاح او د ناسمو رواجونو د مخنیوي لپاره مهم دي. نوموړي ټینګار وکړ، چې د دغو فرامینو لارښوونې باید خلکو ته په سمه توګه ورسول شي او د عملي کېدو لپاره یې په دوامداره توګه ګډې هڅې وشي.
دغه راز د شینکۍ ولسوالۍ مسؤلینو وویل: د ۱۷مې ګڼې فرمان لارښوونې د ولسوالۍ په کلیو او سیمو کې تر ډېره عملي شوې دي او د پاتې مواردو د تطبیق لپاره هم هڅې روانې دي.
ورته مهال په غونډه کې نورو ګډونوالو هم د یادو فرامینو د عملي کېدو په برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ څرګند کړ او ویې ویل: د مشرتابه د فرامینو د تطبیق په برخه کې به له مسؤلینو سره پوره همکاری وکړي.
د یادونې وړ ده، چې په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو له لوري د غونډې پر ګډونوالو د ۱۷مې ګڼې فرمان د لارښوونو په اړه چمتو شوي معلوماتي بروشورونه، سټیکرونه، کتابچې، قلمونه او بنرونه چې په دغو موادو کې د ناسمو دودونو د مخنیوي په اړه د فرمان مهم موضوعات چاپ شوي وو، وویشل شول. 

۱۴۴۸/۴/۲۵ هـ ق