وړیا ښوونیز مرکز کې لسګونو زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شوه

wasim_admin
Sun, Oct 11 2026 12:54 PM
..

د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند په وړیا ښوونیز مرکز کې لسګونو بیوزلو زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شوه.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبیب‌الله الهام د علم زده کړو په اړه خبري وکړې او ويې ويل: ځواني د الله تعالی ستر نعمت او د علم زده کړو د ترلاسه کولو غوره فرصت دی، د علم زده کړه د ننني عصر له اساسي اړتیاوو څخه ده او هغه ټولنه چې باسواده وي بريالۍ ده او ځوانان باید د علم زده کړو له فرصتونو څخه په سمه توګه ګټه واخلي.
ورته مهال د ځوانانو چارو آمر وویل: د وړیا زده کړو په لړ کې دا ځلې ۶۹ تنو زده‌کوونکو ته د کمپیوټر پروګرامونو او انګلیسي ژبې د زده کړو په برخه کې د زده کړو زمینه برابره شوې ده، چې موخه یې د ځوانانو د علمي ظرفیت لوړول دي.

۱۴۴۸/۴/۲۸ هـ ق