د (لیلة القدر شهیدان) په نامه د کتاب مخکتنه ترسره شوه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتونونو په تالار کې د قاري شمشاد حذیفه بریا له خوا د لیکل شوي (لیلة القدر شهیدان) کتاب مخکتنه وشوه، چې په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم ترڅنګ د یاد کتاب لیکوال قاري شمشاد حذیفه بریا، یو شمېر دیني عالمانو، ادیبانو، لیکوالانو او ځوانانو هم ګډون کړی و.
د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د خوښۍ ځای دی، چې یو ځل بیا د عامه کتابتونونو ریاست د داسې علمي غونډې کوربه دی او د (لیلة القدر شهیدان) کتاب مخکتنه کیږي.
د ښاغلي صمیم په وینا؛ د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د ورته غونډو د جوړیدو څخه موخه د ځوانانو، لیکوالانو او څیړونکو مطالعې او لیکوالۍ ته هڅول دي ترڅو راتلونکو نسلونه ته د اوس مهال د حالاتو په اړه معلومات ورسیږي.
دغه راز د (لیلة القدر شهیدان) کتاب لیکوال قاري شمشاد حذیفه بریا د عامه کتابتونونو ریاست څخه د داسې پروګرامونو او د کتابونو د مخکتنو غونډو د جوړیدو له امله مننه وکړه او له ټولو لیکوالانو څخه یې وغوښتل چې د هېواد د حالتو په اړه خپل قلمونه وڅرخوي او لیکنې وکړي ترڅو مو راتلونکو نسلونو ته حقایق انتقال شي او په راتلونکي د چا د دسیسو قربانیان نشي.
د ناستې په لړ کې نورو ویناوالو هم د یاد کتاب په اړه خبرې وکړې او له ښاغلي حذیفه بریا څخه یې د یاد کتاب لیکلو په موخه مننه وکړه، ویناوالو ځوانانو ته په خطاب کې وویل: لکه څنګه مو چې له دښمن څخه نظامي جګړه وګټله د فکري جګړې ګټلو لپاره هم باید هڅې وکړو، نو د فکري جګړې سره د مبارزې لپاره لیکوالي خورا اړینه ده.
د یادونې وړ ده، چې د (لیلة القدر شهیدان) کتاب د ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۲۷نېټه د کابل په امید روغتون (معتادینو درملنې روغتون) د پاکستان پوځي رژیم لخوا بې رحمانه بمبار په اړه لیکل شوی دی، چې په دې برید کې د روغتون دننه په سلګونو ناروغ هېوادوال شهیدان او په ډېر شمېر ټپیان شول.
۱۴۴۸/۴/۲۹ هـ ق