د خپرونو چارو معین د کونړ له خبریالانو سره ځانګړې ناسته وکړه

wasim_admin
Tue, Oct 13 2026 2:13 PM
...

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي او ورسره مل پلاوي کونړ ته د سفر پرمهال له خبریالانو سره په ځانګړې ناسته کې د هغوی ستونزې، کاري ننګونې او وړاندیزونه واورېدل او د ستونزو حل او وړاندیزونو ته د رسیدو په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي د خبریالانو ستونزو ته د رسېدنې په اړه د همکارۍ ژمنه وکړه او ویې ویل: د خبریالانو د ستونزو حل او د هغوی د کاري چارو اسانتیا د اړوندو ادارو له لومړیتوبونو څخه دي.
 ښاغلي فراهي د رسنیو او اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا هم ټینګار وکړ.

۱۴۴۸/۵/۱ هـ ق