میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو
د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي اثارو د ساتنې عمومي رئیس مفتي محمد طاهر احمد، د میدان وردګو ولایت والي ملا خیرالله خیرخواه، د جهادي اثارو او اسنادو د ثبت رئیس قاري احمدالله سعید خوستي، د سیمهییزو ملکي او نظامي ادارو مسؤولینو او یو شمېر جهادي شخصیتونو ګډون کړی و.
د میدان وردګو والي ملا خیرالله خیرخواه د جهادي دورو د اثارو ساتنه د هېواد د تاریخي هویت د ساتنې، د افغانانو د قربانیو او په افغان ولسونو باندې ترسره شویو ظلمونو او وحشتونو په اړه راتلونکو نسلونو ته د معلوماتو د انتقال په برخه کې مهم وبلل او ټینګار یې وکړ چې د جهادي اثارو ساتنه یوازې د تاریخي یادګارونو خوندي کول نه دي، بلکې د هېواد د تېر تاریخ، مبارزو او مهمو پېښو د مستندولو او راتلونکو نسلونو ته د لېږدولو مهمه وسیله هم ده.
دغه راز د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رئیس او یو شمېر سیمه ییزو ادارو مسؤلینو د جهادي اثارو د ساتنې په برخه کې د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو فرهنګ ریاست ترسره کړې هڅې وستایلې.
په غونډه کې د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رئیس مفتي محمد طاهر احمد او د جهادي اثارو او سندونو د ثبت رئیس قاري احمدالله سعید خوستي د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح کړ او ویې ویل: د جهادي اثارو د ساتنې قانون پلي کول د جهادي اثارو د پېژندنې، ثبت او خوندي ساتنې په برخه کې مهم ګام دی. دوی له ټولو ګډونوالو څخه وغوښتل، چې د میدان وردګو ولایت له بېلابېلو سیمو څخه د مجاهدینو خاطرې او کارنامې او د شهیدانو سوانح راټولې او د میدان وردګو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د جهادي اثارو د ساتنې ادارې ته یې وسپاري.
ورته مهال د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي حبیب الله مجاهد وویل: افغانستان ویاړلی جهادي تاریخ لري او زرګونو افغانانو د هېواد د خپلواکۍ او دفاع په لاره کې قربانۍ ورکړې ده، چې د دغو قربانیو او مبارزو د تاریخ د ثبت، مستندولو او ساتنې لپاره لا ډېرو هڅو ته اړتیا ده.
د غونډې په پای کې ګډونوالو د جهادي اثارو د ساتنې په برخه کې پر همغږۍ، ګډ مسؤلیت او د اړوند قانون د احکامو پر عملي کولو ټینګار وکړ.
۱۴۴۸/۵/۳ هـ ق