پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده
پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده او د سیمینار له ارزونې وروسته مخکښ ګډونوال وستایل شول
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس الحق صدیقي د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري د دې ولایت ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار د جوړیدو له امله مننه وکړه او له ځوانانو څخه یې وغوښتل، چې له دیني ارزښتونو او علماوو کرامو سره خپلې اړیکې پیاوړې وساتي.
ورته مهال په غونډه کې نورو ویناوالو هم د ځوانانو د مسؤلیتونو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه؛ ځوانان باید خپله عقیده پیاوړې وساتي او د دین او هېواد د ساتنې او دفاع لپاره چمتو واوسي.
ویناوالو له ځوانانو څخه وغوښتل چې په دې سیمینار کې زده کړي موضوعات د ژوند په چارو کې عملي کړي او د همدې موضوعاتو په اړه د خپلو سیمو اوسېدونکو ته هم لازم معلومات ورکړي.
د سیمینار ګډونوالو هم د دغه سیمینار له جوړولو څخه خوښي څرګنده کړه او د ورته نورو روزنیزو پروګرامونو د جوړیدو غوښتونکي شول.
۱۴۴۸/۵/۳ هـ ق