زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

wasim_admin
Sat, Oct 17 2026 11:41 AM
...

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبیب‌الله الهام وویل: د یاد سیمینار د جوړېدو موخه د وخت ارزښت بیانول دي او همدارنګه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅې کوي، چې په ټولنه کې د مطالعې دود پیاوړی او ځوانان مطالعې ته وهڅوي.
په سیمینار کې د زرنج عامه کتابتون مدیر د وخت د اهمیت، د وخت مدیریت، د زرنج عامه کتابتون معرفي کولو، د زده کړې عواملو، د وخت ضایع کیدو مخنیوي، د زده کړو اغیزمنو لارو او د مطالعې په اړه معلومات وړاندې کړل او ويې ویل: ځوانان باید خپل وخت ارزښتمن وګڼي او د بې‌ګټې فعالیتونو پر ځای مطالعې، څېړنې او زده کړو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د سیمینار ګډونوالو یاد سیمینار ګټور وباله او دې ته ورته د نورو سیمینارونو د جوړیدو غوښتونکي هم شول.

۱۴۴۸/۵/۵ هـ ق