فاریاب کې (د اسلامي نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم سیمینار ترسره شو

wasim_admin
Mon, Oct 19 2026 9:31 AM
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو ریاست له لوري، د یو شمېر سیمه‌ ییزو ادارو د مسؤولینو په شتون کې ۲۵۰ تنو ځوانانو ته (د اسلامي نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس مولوي محمد داوود آغا هاشمي د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو پر مسؤولیت ټینګار وکړ او ویې ویل: ځوانان باید د ژمنتیا، پوهې او مسؤولیت‌ منلو له مخې د ټولنې په پرمختګ کې فعاله ونډه واخلي.
ښاغلي هاشمي د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره، ترسره شویو قربانیو او سرښندنو ته په اشارې، د اسلامي ارزښتونو پر ساتنې، د عدالت پر تأمین او د مسؤولیتونو پر سم ترسره کولو ټینګار وکړ او د نظام له رهبرۍ څخه اطاعت یې د نظام د پیاوړتیا له مهمو عواملو څخه یاد کړ.
د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس‌الدین محمدي وویل: ځوانان د ټولنې د فعال ځواک په توګه مسؤولیت لري، چې د علم په زده‌کړه، د مسؤولیت‌ منلو د روحیې په پیاوړتیا او د مسلکي مهارتونو په ترلاسه کولو سره د هېواد په آبادۍ او پرمختګ کې اغیزمنه ونډه واخلي.
نوموړي زیاته کړه، چې ځوانان باید د دیني علومو د زده‌ کړې ترڅنګ، د عصري علومو، ټکنالوژۍ او مسلکي مهارتونو زده ‌کړې ته هم جدي پاملرنه وکړي، ترڅو د لا زیاتې پوهې په ترلاسه کولو سره د اسلامي نظام په خدمت او د هېواد په آبادۍ کې خپل مسؤلیت په سمه توګه ترسره کړي.
دغه راز، نورو ویناوالو هم د ځوانانو د مسؤولیتونو د ښه ترسره کولو لپاره له ښوونیزو فرصتونو څخه اغېزمنه ګټه اخیستنه او د پوهې او مهارتونو ترلاسه کول مهم یاد کړل.

۱۴۴۸/۵/۷ هـ ق