کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
Thu, Oct 22 2026 10:50 AM
...

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ ولايت اسعداباد ښار په عمراخان مرکزي لېسه کې ترسره شو، په کې ويناوالو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه معلومات ورکړل او له ځوانانو يې وغوښتل؛ چې د خپلو ارزښتونو پاللو په برخه کې هڅه وکړي او هيڅکله دې د نورو فرهنګونو تقليد نه کوي، ویناوالو د مشرتابه (حفظه الله) د صادر شوي ۱۷مې ګڼې (ناوړه دودونو مخنیوي) فرمان د بشپړ پلي کیدو غوښتنه وکړه او ویې ویل: د دغه فرمان په پلي کیدو سره به ټولنه کې ډېرې ستونزې حل شي.
ورته مهال د سیمینار ګډونوالو دغه ډول سيمينارونه ګټور وبلل او د لا دوام هيله يې څرګنده کړه. ګډونوالو ژمنه وکړه، چې د اسلامي او افغاني فرهنګ پالنه او ساتنه به کوي او د ناوړه دودونو د مخنيوي په برخه کې به پوره هڅې وکړي.

۱۴۴۸/۵/۱۰ هـ ق